د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

fahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۳۰
pic

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

یکشنبه، د زمري ۱۰ مه

نن له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خصوصي پستي خدمتونو له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال د پستي خدمتونو د ښه والي، د فرصتونو را مینځته کول، د احتمالي ننګونو په حل او د پستي خدمتونو په ګډو همکاریو او په دې برخه کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې خبرې وکړې.

په پیل کې د پستي خدمتونو تنظیم ادارې رئیس عبدالرشید احمدي د پستي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو مسؤلین غونډې ته ور وپیژندل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې په تفصیل سره مطرح کړل او په دې اړه یې د دواړو خواوو په همکارۍ او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

ګډونوالو په دغه ناسته کې د نوموړي ادارې د پراختیا او پدې سکتور کې د زیاتو فرصتونو د رامینځته کولو غوښتنه وکړه. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ګډونوالو د وړاندیزونو او نظرونو له اوریدو وروسته وویل، چې د پستي خدمتونو تنظیم قانون به ډېر زر تصویب شي او د هغه په رڼا کې به د پستي خدمتونو ستونزو ته رسیدنه وشي.

همدا رنګه اغلې معصومه خاوري زیاته کړه، چې د پستي خدمتونو تنظیم ادارې ته به پراختیا ورکړو او د پستي خدمتونو کوډونه به ډیجیټلي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۹:۲
Background image

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

چهارشنبې د زمري 13 مه

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، د پستي خدمتونو د ننظیم ادارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

یکشنبه، د زمري ۱۰ مه

نن له غرمې مخکې د مخابراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

دیدار رئیس اداره تنظیم خدمات پُستی و هیت همراه از معبر پُستی میدان هوایی کابل

بازدید از معبر پُستی در میدان هوایی بین المللی حامد کرزی

رئیس و هیئت اداره تنظیم خدمات پُستی افغانستان (اپرا) طی بازدید از تاسیسات معبر پُستی در مربوطات میدان هوایی بین المللی حامد. . .

BACK TO NEWS