د پوستي خدمتونو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پیغام!

2 ورځې ago

د پوستي خدمتونو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پیغام!

د انسان ژوند په بېلابېلو لارو د پوستي خدمتونو سره تړاو لري. د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ او د مراجعینو د اړتیاوو د زیاتوالي له امله، پوستي خدمات نور یوازې د لیکونو او پارسلونو لېږد پورې محدود نه دي. د مراجعینو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو غوښتنو او نویو اسانتیاوو په رڼا کې، پست بېلابېلو برخو ته داخل شوی دی؛ لکه: کرنه، روغتیا، سوداګري او نور سکتورونه، او خلکو ته د ښارونو او هېوادونو ترمنځ په جغرافیایي محدوده کې بېلابېل خدمات وړاندې کوي. په اوسني عصر کې، په صنعتي او مخ پر ودې هېوادونو کې پست د ودې په حال کې دی؛ اوس ډېری خلک د بازار له حضوري پېر پر ځای انلاین پېر ته ترجیح ورکوي او په خپله پته کې د خپلو سپارښتنو د ترلاسه کولو په تمه وي.

پوست د نړیوال اقتصاد د هر اړخیزې ودې او د انسان د ژوند د پرمختګ لپاره بنسټیز رکن په توګه مهم رول لوبولی دی، نو اړینه ده چې دا سکتور هم د پرلپسې پرمختګ او ودې سره همغږي حرکت وکړي او له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي. له همدې امله، د جوړښتونو، ستراتیژیو، اهدافو او پروګرامونو اصلاح او بیاکتنه د برېښنایي سوداګرۍ د پراختیا لپاره ضروري ده. پست باید په نوې بڼه بازار ته داخل شي، له دودیزو خدماتو پر ځای د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکړي، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او اسانتیاوو د زیاتولو لارې چارې غوره کړي، د پوستي خدمتونو باور په ټولنه کې وساتي او د هغه د لا لوړولو لپاره هڅې وکړي.

د فعالیتونو او پوستي خدمتونو د تنظیم لپاره د یوې مقرراتي ادارې شتون حتمي ګڼل کېږي، څو وکولای شي په اقتصادي بازار کې د پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو ترمنځ د مصؤنیت او توزیعي معیارونو د مراعت لپاره لازمه همغږي رامنځته کړي، د خدمت وړاندې کوونکو او پیریدونکو له حقونو ملاتړ وکړي او د پانګونې د جذب او سالمې سیالۍ زمینه برابره کړي.

د پوستي خدمتونو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پیغام!

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۹:۲
Background image

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

چهارشنبې د زمري 13 مه

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، د پستي خدمتونو د ننظیم ادارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

یکشنبه، د زمري ۱۰ مه

نن له غرمې مخکې د مخابراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

دیدار رئیس اداره تنظیم خدمات پُستی و هیت همراه از معبر پُستی میدان هوایی کابل

بازدید از معبر پُستی در میدان هوایی بین المللی حامد کرزی

رئیس و هیئت اداره تنظیم خدمات پُستی افغانستان (اپرا) طی بازدید از تاسیسات معبر پُستی در مربوطات میدان هوایی بین المللی حامد. . .