د ادارې  پېژندنه

د ادارې  پېژندنه

د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) د هېواد د پُستي خدمتونو د بازار د پالیسۍ جوړونې او تنظیم مسئوله اداره ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. دغه اداره د پُستي خدمتونو د تنظیم، څارنې او پراختیا مسئولیت پر غاړه لري.

دا اداره د لومړي ځل لپاره په  ۱۳۸۵ هـ.ش. کال کې د «افغان پُست کمېشنرۍ» په نوم رامنځته شوه. وروسته په ۱۳۸۸ هـ.ش. کال کې د «پُست مقرراتو بورډ ریاست» په نوم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ، او په ۱۳۸۹ هـ.ش. کال کې یې نوم د «د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا)» ته بدل شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۹۲۸م. زېږدیز کال کې د نړیوالې پُستي اتحادیې (UPU) او په ۱۹۸۸م. زېږدیز کال کې د آسیا ـ پسیفیک د پُست اتحادیې (APPU) غړیتوب ترلاسه کړی دی. د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په استازیتوب، د دغو اتحادیو په نړیوالو کانګرسونو او غونډو کې فعاله ونډه اخلي، او د پُستي خدمتونو په برخه کې د هېواد د کورنیو او نړیوالو ژمنو د تعقیب او د جواز لرونکو خدمتونو د وړاندې کوونکو له لارې د هغو د پلي کېدو مسؤلیت پر غاړه لري.

د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره ژمنه ده چې د نړیوالو تجربو، معاصرو ټکنالوژیو او کورنیو ظرفیتونو په ګټې اخیستنې سره، په افغانستان کې د پُستي خدمتونو د دوامدارې پراختیا، عصري کولو او ټول‌پوښښ لاسرسي لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

موخه

د پُستي شبکې پراختیا، د عوایدو زیاتوالی، د معاصرو ټکنالوژیو په کارولو سره د پُستي خدمتونو عصري کول، د پېرودونکو او د خدمتونو د وړاندې کوونکو د حقونو ملاتړ، او د پُستي سکټور په برخه کې د کورنیو او نړیوالو اړیکو او همکاریو پراختیا.

اساسي دندې

- د هېواد د پُستي خدمتونو او د پُستي بازار تنظیم او څارنه.

- د بې‌جوازه فعالیتونو مخنیوی او نظارت.

- د نوو جوازلیکونو د صادرولو له لارې د پُستي خدمتونو پراختیا.

- د پُستي شرکتونو له خوا د دفترونو جوړول، ترڅو د چټکو پُستي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.

- د پُستي کود پراختیا او پلي کول.

- د پُستي خدمتونو د وړاندې کوونکو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول.

- د پېرودونکو د حقونو ملاتړ او د خدمتونو د کیفیت لوړول.

- د پُستي خدمتونو د عرضې د ځنځیر امنیت تأمین.

- د پُستي خدمتونو ډیجیټلي کول.

اداره د اړینو پالیسیو، مقرراتو او طرزالعملونو په تدوین سره هڅه کوي، څو د هېواد په کچه یو شفاف، باوري او اغېزمن پُستي بازار رامنځته او وساتي.

لیدلوری

د ټولو لپاره د لاسرسي وړ، باکیفیته او د مناسب لګښت لرونکي پُستي خدمتونه.

مأموریت

د پُستي خدمتونو تنظیم او پراختیا، د پانګونې جلبول، د سالمې سیالۍ تأمین، د خدمتونو د وړاندې کوونکو او پېرودونکو د حقونو ملاتړ، او د معاصرو ټکنالوژیو اغېزمنه ګټه اخیستنه.