د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

fahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۹:۲
license

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

چهارشنبې د زمري 13 مه

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، د پستي خدمتونو د ننظیم ادارې (آپرا) رییس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو لوی رئیس، د ببر اکسپرس کمپنۍ غړي او د وزارت یو شمیر رییسانو په حضور جوړ شوي وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیرې په هیواد کې د پستي خدمتونو سکټور ارزښتمند او مهم تاریخي رول ته په اشارې نوموړي شرکت ته د فعالیت د جواز ویش یو مهم اقدام وباله او د دې سکتور په قانونمندۍ او معیاري او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د پستي خدمتونو د تنظیم ادارې (آپرا) رییس عبدالرشید احمدي هم د پستي سکتور په ښه تنظیم او د قانونمندۍ په اړه خبرې وکړې او د حق الامتیاز لایحې جوړول، غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره د میکانیزم جوړول، د پستي خدمتونو د قانون مسوده، د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د پستي معبر یې د دغه ریاست د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

ښاغلي احمدي د ببر اکسپرس شرکت سره د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره له دوي څخه د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره د معیاري با کیفیته، باوري او د هراړخیزه خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت رییس عبدالباري احمدزي هم د پستي خدمتونو مخينې ته اشاره وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به با کیفیته، ډاډمن او ارزانه خدمتونه وړاندې کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو لوی رئیس محمد ابراهیم شمس د دغه شرکت څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ملاتړ او پاملرنې نه د قدردانۍ تر څنګ د پستي خدمتونو د جواز ورکړه یې یو د مثبت ګام په توګه یاد کړ او کوچنیو او منځنیو صنایعو ته برخه ورکول، د هیواد د پست له لارې توکو ته بازار موندنې ته هم اشاره وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا شرکت په 2018 کال کې رامنځته شوی دی او 11 شرکت دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د فعالیت جواز ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۹:۲
Background image

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول.

چهارشنبې د زمري 13 مه

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، د پستي خدمتونو د ننظیم ادارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

یکشنبه، د زمري ۱۰ مه

نن له غرمې مخکې د مخابراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

دیدار رئیس اداره تنظیم خدمات پُستی و هیت همراه از معبر پُستی میدان هوایی کابل

بازدید از معبر پُستی در میدان هوایی بین المللی حامد کرزی

رئیس و هیئت اداره تنظیم خدمات پُستی افغانستان (اپرا) طی بازدید از تاسیسات معبر پُستی در مربوطات میدان هوایی بین المللی حامد. . .

BACK TO NEWS